د کاربن مونو اکسایډ د خوندیتوب معلوماتی پاڼه

​​ Download  

​د کاربن مونو اکسایډ د خوندیتوب معلوماتی پاڼه

کاربن مونو اکساید څه شی دی؟

کاربن مونو اکسایډ یو خطرناک ګاز دی. تنفس کول یې تاسو ناروغه کولی شي یا حتی تاسو ووژني.

دا ستونزمنه ده چې پوه شئ چې کاربن مونو اکسایډ شتون لري - تاسو یې نه شئ لیدلی، بوی کولی یا یې اوریدلی نه شئ.

څوک د کاربن مونو اکساید څخه ناروغه کیدی شي؟

هرڅوک کولی شي د کاربن مونو اکساید څخه ناروغه شي.

ځینې خلک د نورو په پرتله ډیر ناروغه کیدی شي. دا خلک دا دي:

ماشومان

امیندواره میرمنې

زاړه خلک

هغه خلک چې ځینې اوږدمهاله ناروغۍ لري، لکه د زړه ستونزې.

کاربن مونو اکساید چیرته موندل کیږي؟

کاربن مونو اکساید د سونګ موادو د سوځولو له لارې جوړیږي لکه:

طبیعي ګاز

پټرول

لرګی

سکاره

د ډبرو سکاره

ډیری کورني توکي دا سونګ توکي سوځوي او کاربن مونو اکسایډ جوړوي.

کاربن مونو اکسایډ ستاسو په کور کې بند پاتې کیدی شي، په ځانګړې توګه کله چې دروازې او کړکۍ تړلې وي. دا کولی شي کاربن مونو اکسایډ خطرناکې کچې ته لوړ کړي.

څنګه ځان او کورنۍ خوندي وساتم؟

باربيکو، ګرلونه او دباندې ګرمۍ

باربیکیو، ګرلونه یا د ګازو بخارۍ خپل کور ته مه راوړئ. دا یوازې د بهرني استعمال لپاره دي. دا توکي د طبیعي ګاز په څیر سونګ توکي سوځوي، لرګي، او سکاره (سکاره وړه ټوټې یا ایره شوي سکاره).

که تاسو دا توکي دننه وکاروئ، کاربن مونو اکسایډ کولی شي په چټکۍ سره خطرناکې کچې ته لوړ شي.

د یو توکي لارښوونې وګورئ ترڅو وګورئ چې تاسو باید دا دننه وکاروئ یا بهر.

د پټرول انجنونه

په خپل کور یا ګراج کې د پټرول انجن لرونکي توکي مه کاروئ، حتی که دروازې یا کړکۍ خلاصې وي.

ځینې توکي چې د پټرول انجنونه لري عبارت دي له:

موټرونه او کښتۍ

د فشار مینځلو ماشینونه

کانکریټي آري

جنراتورونه.​​

د ګازو بخارۍ

که تاسو په خپل کور کې د ګازو بخارۍ کاروئ

لارښوونې وګورئ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو کولی شئ د کور دننه هیټر وکاروئ.

ډاډ ترلاسه کړئ چې یو راجستر شوی ګاز د بخارئ ګرمونکې آله لږترلږه هره دوو کلونوکې چک کړئ.

د کاربن مونو اکسایډ الارم لګولو په اړه فکر وکړئ ترڅو تاسو ته خبرداری درکړي که چیرې کچه لوړه شي. د کاربن مونو اکسایډ الارم د لوګي الارم څخه توپیر لري.

 

څنګه د کاربن مونو اکساید الارم ولګوم؟

که تاسو پریکړه وکړئ چې په خپل کور کې د کاربن مونو اکساید الارم ولګوئ، تاسو باید:

د کاربن مونو اکسایډ الارم غوره کړئ چې وايي دا د متحده ایالاتو (UL2034 ) یا اروپا (EN50291 ) معیارونو سره سم دی.

په خپل کور کې د ټولو خوب خونو او د ګازو بخاریو لرونکو خونو ته نږدې د کاربن مونو اکسایډ الارمونه ولګوئ.

د کاربن مونو اکسایډ الارم نصبولو، ساتلو او کارولو لپاره لارښوونې تعقیب کړئ.

څنګه پوه شم چې څوک د کاربن مونو اکساید له امله ناروغه شوی دی؟

د کاربن مونو اکساید څخه د ناروغۍ نښې نښانې پیژندل ګټور دي.

هر څومره چې کاربن مونو اکساید تنفس کوئ، د ناروغۍ نښې یې هماغومره خرابېږي.

د ګازو په لږ مقدار تنفس کول کولی شي لامل شي:

سر دردونه

زړه بدوالی

کانګې کول

د کمزورۍ احساس کول.

د ګازو په زیاته اندازه تنفس کول کولی شي د دې لامل شي:

د سر ګرځېدل

بې هوښه کېدل

د شعور له لاسه ورکول

د دماغ اوږدمهاله صدمه او مړینه

که زه فکر وکړم چې څوک د کاربن مونو اکساید له امله ناروغه شوی دی، نو څه کولی شم؟

که څوک ګیچه یا بې هوښه وي یا یې شعور له لاسه ورکړی وي، دا یو بیړنی حالت دی. درې ګونی صفر (000) ته زنګ ووهئ.

که څوک سر درد، خواګرځي یا کانګې ولري یا کمزوری احساس کړي:

ټول له کوره بهر تازه هوا ته وباسئ.

د مشورې لپاره په هر وخت کې د زهر معلوماتو مرکز (Poisons Information Centre ) ته په 13 11 26 زنګ ووهئ.

که تاسو ژباړونکي ته اړتیا لرئ، TIS ته په  131 450 زنګ ووهئ او د زهرو معلوماتو مرکز سره د خبرو کولو غوښتنه وکړئ.

د نورو زده کړو لپاره

د خپل کور د تودوخې لپاره د خوندي لارو په اړه د نورو معلوماتو لپاره دا ویب پاڼې وګورئ:

Energy.gov.au – Household quid for winter (د ژمي لپاره د کور لارښود)​

Energy.gov.au – Heating and cooling (تودوخه او یخ کول)​

YourHome.gov.au – heating and cooling (تودوخه او یخ کول)​

​
Current as at: Thursday 28 August 2025
Contact page owner: Environmental Health