سکابیس

​​​​​​سکابیس (scabies) د پوستکي يوه مکروبي ناروغي ده چې د کوچنیو حشراتو له امله رامنځته کېږي. دا ناروغي ډېره خپرېدونکې ده او سخت خارښ رامنځته کوي. د سکابیس ناروغۍ درملنه په درملو (کريم يا ګوليو) کېږي. د دې لپاره چې دغه ناروغي نوره خپره نه شي، مهمه ده چې د کور ټول غړي په يو وخت درملنه وکړي او هغه کورني توکي پاک شي چې ممکن کوچنۍ حشرې يا د هغوی هګۍ ولري.


Last updated: 15 September 2025
Download

​سکابیس (Scabies) څه شی دی؟

سکابیس د پوستکي یوه ناروغي ده چې د کوچنیو حشراتو له امله رامنځته کېږي چې د سرکوپتس سکابی (Sarcoptes scabiei) په نوم یادېږي. دا کوچني حشرات د پوستکي لاندې سوری کوي، هلته ژوند کوي او هګۍ اچوي.

سکابیس څرنګه خپریږي؟

سکابیس د اوږدې مودې لپاره په دغه ناروغۍ د اخته کس له پوستکي سره د ‌پوستکي د تماس له امله خپرېږي. دا ډېری وخت له هغو کسانو سره پېښيږي چې په یوه کور کې ژوند کوي. سکابیس کولی شي د توشکو، د سمالونو او جامو د شريکولو له لارې هم خپور شي، که څه هم دا ډول خپرېدل لږ عام دي.

د سکابیس نښې نښانې څه دي؟

په سکابیس اخته کسان کولی شي لاندې نښې نښانې ولري:

  • د پوستکي شدید خارښت چې اکثره وخت په شپه کې زیات وي.
  • په پوستکي باندې وړې، سرې غوتې یا دانې. دا دانې اکثره د ګوتو او پښو ترمنځ، په مړوندونو، زنګنونو، بغلونو، جنسي برخو او سینو کې ښکاري. کوچني ماشومانو ممکن دغه دانې په سر، مخ، غاړه، لاسونو او د پښو په تلو کې هم ولري.
  • د پوستکي په سطحه د تار په شان لګېدلې نښې نښانې.

د سکابیس نښې اکثره د کوچنیو حشراتو په وړاندې د بدن د حساسیت یا الرجۍ له امله رامنځته کېږي. له همدې امله د نښو څرګندېدل کېدای شي تر ۶ اوونیو پورې وخت ونیسي. که چېرې تاسو دا ناروغي مخکې تېره کړې وي، نو نښې به دا ځل ډېرې ژر، یعنې ۱ تر ۴ ورځو کې را څرګندې شي.

سکابیس څه ستونزې جوړولی شي؟

سکابیس عموماً د درملنې وړ ناروغي ده. خو خارښت کول کولی شي پوستکی زخمي کړي چې له امله یې ممکن بله میکروبي ناروغي پیدا شي، دا ناروغي بیا کولی شي ټول بدن ته خپره شي او کولی شي د زړه او پښتورګو ستونزې را پیدا کړي.

سکابیس څرنګه تشخیص کېږي؟

د سکابیس تشخیص کېدای شي ستونزمن وي. د دې لپاره چې وکتل شي تاسو په دغه ناروغۍ اخته یاست که نه، تر ټولو غوره لار دا ده چې خپل ډاکټر ته ولاړ شئ. دوی کولی شي د سکابیس نښې نښانې وګوري. ځینې وخت ډاکټر د پوستکي معاینه کوي، مګر د معاینې پایلې هر وخت دقیقې نه دي.

د سکابیس درملنه څرنګه کېږي؟

دا مهمه ده چې په سکابیس د اخته کس او د هغه د کورنۍ د غړو درملنه وشي او د کور وسایل یې چې ممکن کوچنۍ حشرې یا د هغو هګۍ ولري پاک شي ترڅو د لا زیات خپرېدلو مخه ونیول شي.

هغه کس چې سکابیس لري، کولی شي دا ناروغي نورو ته خپره کړي مخکې له دې چې د خارښت په څېر نښې څرګندې شي.

دغه ناروغي معمولاً تر ۲۴ ساعتونو پورې وروسته له دې چې درملنه پیل کړي ساري وي، ځکه چې درملنه کوچني حشرات او د هغوی هګۍ له منځه وړي.

د سکابیس لرونکي کس لپاره

دا مهمه ده چې د سکابیس له درملنې مخکې له خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ. دا په ځانګړې توګه د ماشومانو، حامله ښځو، سپین ږیرو او هغو کسانو لپاره مهمه ده چې د پوستکي موجوده ستونزې لري.

د سکابیس درملنه عموماً هغه کریم دی چې پر پوستکي لګول کېږي (۵٪ پرمیترین کریم) یا یو ټابلیټ (ایورمیکټین). تاسو کولای شئ پرمیترین (permethrin) له درملتون څخه واخلئ، خو د ایورمیکټین (ivermectin) اخیستلو لپاره به د خپل ډاکټر نسخه ته اړتیا ولرئ.

د سکابیس درملنه په ۷ ورځو کې یو ځل بیا تکرار کړئ.

خارښت کولای شي له درملنې وروسته تر یوې میاشتې پورې دوام وکړي، حتی که درملنه مؤثره وي. که خارښت له درملنې وروسته له ۴ اوونیو ډېر وخت دوام وکړي، خپل ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

د کورنۍ د غړو او نږدې اړیکې لرونکو کسانو لپاره

په تیره میاشت کې د ټولو کورنیو او نږدې اړیکو لرونکو کسانو درملنه په یوه وخت وکړئ، په شمول د جنسي اړیکو. حتی که دوی هیڅ نښې ونه ښیې، درملنه یې وکړئ.

د کور لپاره

د سکابیس لرونکي کس له درملنې مخکې په تېرو ۳ ورځو کې استعمال شوی بستر، دسمالونه او کالي په ګرمو اوبو (لږ تر لږه ۵۰ درجې سېلسیس) ووینځئ. هغه شیان چې نه شي مینځل کېدای، په مهر شوي پلاستیکي کڅوړه کې د ۸ ورځو لپاره وساتئ ترڅو ټول کوچني حشرات او د هغوی هګۍ له منځه لاړې شي. توشکې، نرم فرنیچر او فرشونه ښه جارو کړئ.

د سکابیس مخنیوی څرنګه کېږي؟

د سکابیس د بیا راګرځیدو او نورو ته د دغې ناروغۍ د لیږد د مخنیوي لپاره، دا مهمه ده چې:

  • هغه څوک چې سکابیس لري، باید د درملنې له پېل تر ۲۴ ساعتونو پورې په کور کې پاتې شي او د ماشومانو د ساتنې له مرکزونو، ښوونځي، کار او نورو فعالیتونو څخه لرې پاتې شي.
  • په سکابیس د اخته کس، د هغه د کورنۍ د غړو او له هغه سره د نږدې اړیکې لرونکو کسانو درملنه باید په یوه وخت وشي.
  • د سکابیس لرونکي شخص، د درملنې له پیل مخکې د وروستیو ۳ ورځو په موده کې استعمال شوي شیان لکه بستر، دسمالونه، کالي او نرم فرنیچر باید ومینځل شي.

ایا بیا هم په سکابیس اخته کېدی شئ؟

هو، د سکابیس پر وړاندې معافیت نه رامنځ ته کېږي. له همدې امله ډېره مهمه ده چې د کور ټول غړي او نژدې کسان یو وخت درملنه وکړي، ترڅو ناروغي بېرته را و نه ګرځي.

ایا له حیواناتو د سکابیس ناروغي ترلاسه کولی شئ؟

د انسانانو خارش په حیواناتو کې ژوندی نه پاتې کیږي. دا په دې مانا ده چې تاسو نشئ کولی د انسانانو سکابیس حیواناتو ته انتقال کړئ.

همداراز، د حیواناتو څخه د حشراتو نور ډولونه نشي کولی په انسانانو کې نسل وکړي او نه هم دوامداره ناروغي رامنځته کوي.

د عامې روغتیا غبرګونه څه دی؟

د نه خبرتیا وړ حالت

سکابیس په نیو ساوت ویلز (NSW) کې یوه غیر ابلاغ کېدونکې ناروغي ده.

د نیو ساوت وېلز ایالت د روغتیا ادارې (NSW Health) ته د سکابیس ناروغۍ په اړه خبر ورکول لازمي نه دي.

نورې سرچینې

د لا ډېرو معلوماتو لپاره

د وړیا روغتیايي معلوماتو، مشورې او ډاکټر موندلو په برخه کې د مرستې لپاره خپل ډاکټر یا هېلت ډایرېکټ (Healthdirect) سره په ۲۲۲ ۰۲۲ ۱۸۰۰ شمېره (۲۴ ساعته، ۷ ورځې په اوونۍ کې) اړیکه ونیسئ.



Current as at: Monday 15 September 2025
Contact page owner: Environmental Health